ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اردون کې د امریکا پر اډه د ايران په بريدونو کې دوه امريکايي پوځیان وژل شوي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی، چې د ایران د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې، چې د اردن د «الازرق» هوايي اډه یې په نښه کړې، دوه امریکايي سرتېري وژل شوي او یو بل لا هم ورک دی.

د سینټکام د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې یو شمېر نور امریکايي سرتېري هم ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، واشنګټن ویلي چې د دغې پېښې په تعقیب یې د پرله‌پسې اتمې شپې لپاره پر ایران خپلو بریدونه ته دوام ورکړی دی.