ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اروپایي ټولنه دې د افغانستان په اساسي بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن او د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې او سرپرستې رافایلا یودیچي او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

لیدنه کې ښاغلي نیکلاسن افغانستان ته پر راتګ خوښي څرګنده کړه وې ویل، سره لدې چې زموږ او ستاسو دین جلا دی، خو بیا هم ګڼ مشترکات لرو؛ موږ سیاست او بشري مرستې یو له بل سره نه تړو، بلکې په افغانستان کې به حضور ولرو او مرستې به مو روانې وي

ښاغلي توماس نیکلاسن زیاته کړه، موږ غواړو له افغانانو سره مرسته او همکاري وکړو، اروپايي ټولنه په پوره ژمنتیا د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او له دوی سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. اسلامي امارت او موږ دواړه باید له صبر او زغم څخه کار واخلو، زه باوري یم چې موږ او تاسې د خبرو اترو له لارې کولای شو مخکې لاړ شو او شته ستونزو ته په ګډه حل لار ومومو.

ورپسې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان د اروپایي ټولنې نقش ته د قدر په سترګه ګوري او هیله ده تاسې د افغانستان اسلامي امارت او اروپایي ټولنې ترمنځ د دغو اړیکو په لا پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولرئ.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط او معیارونه بشپړ کړي نو نړیوال هم باید اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړل شي.

 د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل درناوي په فضا کې دوستي او مثبت تعامل غواړي او هیله لرو چې اروپايي ټولنه دې تعامل ته لاره هواره کړي. هغه، له نړیوالو په ځانګړي ډول اروپایې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان په اساسي بیارغاونه کې فعاله ونډه واخلي

 مولوي عبدالکبیر وویل، د افغانستان اسلامي امارت پر تفاهم باور لري او له نړۍ څخه غواړي چې هره ستونزه له اسلامي امارت سره مخامخ  مطرح کړي.

 هغه زیاته کړه، په افغانستان کې امنیت تامین، د مخدراتو تولید او قاچاق  بند، د جنایي جرمونو، غصب او اداري فساد مخه نیول شوې ده، افغانان په ډاډ سره په خپل هیواد کې ژوند کوي، خو د دې لاسته راوړنو د ساتلو لپاره باید له اسلامي امارت سره نړیوالې مرستې وشي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په ټینګار وویل، د افغانانو د دین او  فرهنګ په چوکاټ کې  د بشر د حقوقو درناوی کېږي او  اسلامي امارت  ټولګډونه حکومت ته ژمن دی، هڅه کوو متخصص او هېواد ته ژمن خلک  نور هم په  حکومت کې ځای کړو. هغه زیاته کړه اسلامي امارت دیني او عصري زدکړه د هر افغان دیني او بشري حق بولي او  پدې برخه کې د نړیوالو بې غرضه مرستې هم غواړي.

 مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا ډاډ ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي، تراوسه هېڅ داسې سند او ثبوت نشته چې له افغانستان څخه دې چاته خطر پېښ شوی وي.