ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل ښاروال د روسیې له سفیر سره لیدنه کړې

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کابل ښاروالۍ او د روسیې د ښاروالیو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر پراختیا د زېربنايي پروژو او هوايي پلونو د طرحو، د اداري وړتیاوو د لوړولو او د ښاري مدیریت په برخه کې د بریالیو تجربو د تبادلې په اړه خبرې شوې دي.

 دغه‌راز د کابل ښاروال د دې ادارې د پراختیايي برنامو او پلانونو د تشریح کولو ترڅنګ د زېربنايي او ټولګټو پروژو د پلي کولو او د ښاري مدیریت په برخه کې د روسیې له فدراسیون څخه د دوامداره همکاریو غوښتنه کړې.

ورته مهال دیمیتري ژیرنوف د کابل ښاروالۍ د پراختیايي برنامو او پلانونو هرکلی کړی او ویلي یې دي،چې د کابل ښار د ابادۍ لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او د پخوا په پرتله د ښار په بڼه کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شوي دي.

دغه راز ښاغلي دمیتري ژیرنوف له کابل ښاروالۍ سره د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې د دواړو لوریو د اړیکو په لا پیاوړتیا سره به په کابل ښار کې د لا ډېرو اغیزمنو پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شي.