ایران اعلان کړی، چې د «صاعقه» عملیاتو اتم پړاو کې یې د بېپیلوټه الوتکو په کارولو سره په اردن کې د ازرق هوايي اډې ځینې برخې په نښه کړي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ایران د «نصر ۲» عملیاتو څلورم پړاو کې د کوېټ په میناء عبدالله سیمه کې د امریکا د لوژستیکي چارو پر اصلي مرکز برید کړی او هغه یې ویجاړ کړی دی.
په همدې حال کې، ایراني چارواکو ویلي، د هرمز تنګی به تر هغه وخته تړلی پاتې شي، څو د دوی په وینا د امریکا پوځي عملیات پای ته ونه رسېږي.
بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پر ایران به پوځي بریدونه دوام ولري. هغه زیاته کړې: «دا عملیات به تر هغه وخته ونه درېږي، څو زه یې د پای ته رسېدو وخت مناسب ونه ګڼم.»
ټرمپ همداراز ویلي، د ایران د برېښنا تاسیسات او پلونه د راتلونکو احتمالي بریدونو له هدفونو څخه دي.

