د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر، په کابل کې د اندونیزیا سفارت له سکرتر عادي سره لیدنه کړې ده.
د اندونیزیا سفارت سکرتر ویلي، د نشهيی توکو پر وړاندې مبارزې برخه کې د اسلامي امارت د بریالۍ تجربې په اړه یوه هر اړخیزه علمي څېړنه ترسره کړي.
په همدې حال کې، شیخ عبدالرحمن منیر ویلي، چې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې د افغانستان تجربه د نورو هېوادونو لپاره د اغېزمنې بېلګې په توګه کارېدلی شي.

