د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې پلاوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه کابل ته راغلی دی.
په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې دغه پلاوی د افغانستان د صنعت او کانونو اوونۍ په پینځم نړیوال نندارتون کې د ګډون، د تخصصي غونډو او د سوداګرو ترمنځ د مخامخ سوداګریزو لیدنو (B2B) د ترسره کولو په موخه کابل ته رسېدلی دی.

