کابل ښاروالي وایي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال له پیل راهیسې یې د تخنیکي ارزونو او اړینو اصلاحاتو له ترسره کېدو وروسته، د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو ۱۰۷۷ نقشې تایید او منظورې کړې دي.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د ودانیزو نقشو د ویزې کمېټې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې له څلورو زرو ډېر ودانیز جوازونه صادر کړي، چې د روان کال منظورې شوې نقشې هم د همدې بهیر برخه ده.
د کابل ښاروالۍ استازي نعمتالله بارکزی ویلي، یادې نقشې د ښار جوړونې د نافذه نورمونو، معیارونو او اصولو له مخې ارزول شوي، څو ښاریانو ته په پلاني او غیرې پلاني سیمو کې د ودانیو او نورو تاسیساتو د جوړولو لپاره د قانوني او معیاري جواز ترلاسه کولو اسانتیا برابره شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې کابل ښاروالي د ښاري ماسټرپلان د پلي کولو، د قانوني او معیاري ودانیو د جوړولو او د ښار د متوازن پرمختګ لپاره ژمنه ده. هغه له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د هر ډول ودانیزو چارو له پیل مخکې خپلې نقشې له ښاروالۍ سره شریکې او رسمي ودانیز جواز ترلاسه کړي.
بلخوا، یو شمېر ښاریانو د ودانیزو نقشو د منظورۍ بهیر د پخوا په پرتله اسانه او اغېزمن بللی او ویلي یې دي، چې د اداري اسانتیاوو له امله د جواز ترلاسه کولو بهیر چټک او منظم شوی دی.

