ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له ډاکټر محمد نعیم سره د اوزبیکستان د سفیر لیدنه؛ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم په کابل کې د اوزبیکستان له سفیرعثمان اویبېک سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او په یوشمېر نورو موضوعاتو خبرې شوي.

ډاکټر محمد نعیم د افغانستان او اوزبسکستان اړیکې تاریخي بللي او ویلي یې دي، چې د اقتصادي همکاریو لپاره پراخ فرصتونه شتون لري، چې د دې فرصتونو څخه د ښې استفادې په موخه د ټرانزیټي اسانتیاوو رامنځته کول او د سوداګرۍ پراختیا کولی شي د دواړو هېوادونو لپاره ګډې ګټې ولري.

ورته مهال د اوزبیکستان سفیر د ترمذ په غونډې کې د ډاکټر محمد نعیم له فعاله ګډون مننه کړې او دا یې د اړیکو د لاپیاوړتیا نښه بللې او د دافغان- ټرانس پروژې او نورو اړوندو برخو کې یې خپلې برنامې هم شریکې کړې دي.

په پای کې دواړو لوریو د هر اړخیزو همکاریو پر پراختیا او هم د ګډ تفاهم پر دوام ټینګار کړی دی.