ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د شاوخوا ۶۸ میلیون ډالرو په پانګونې سره د برېښنا پروژې پرانیستې 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په لسمه نېټه په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي او پینځه میګاواټه لمریزې برېښنا تولیدي پروژې پرانیستل شوې.

ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل؛ نن په هرات ولایت کې د بادي او لمریزې برېښنا د دوه مهمو پروژو د پرانیستې شاهدان یوو، چې دا د هېواد د انرژۍ سکټور د پراختیا، عصري کېدو او ځان بساینې ته د رسېدو په برخه کې مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.

دا پروژې به نه یوازې پر وارداتي برېښنا د هېواد اتکا راکمه کړي، بلکې د چاپېریال ساتنې، دوامدارې انرژۍ او نوې ټکنالوژۍ د ترویج لپاره هم فرصتونه برابر کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه؛ افغانستان له اوږدې مودې راهیسې په وارداتي برېښنا متکي دی او د هېواد د ملي بودیجې یوه لویه برخه هر کال د وارداتي برېښنا د پېرلو لپاره لګول کېږي.

د نوموړي په وینا، وارداتي برېښنا له یوه لوري قیمته ده او له بل اړخه په اوږد مهال کې دا چاره ډاډمنه او ګټوره نه ده.

ملا عبدالغني برادر اخوند همداراز وویل، اسلامي امارت د برېښنا سکټور په برخه کې له کورنيو ظرفيتونو پر سالمې ګټې اخیستنې تمرکز کړی او په دې برخه کې جدي هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړه؛ د دغو پروژو له لارې به نه یوازې د برېښنا د تولید ظرفیت لوړ شي، بلکې د هېواد اقتصادي پرمختګ، د کاري فرصتونو رامنځته‌کولو، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو هڅونه او د زېربناوو پراختیا ته به هم لاره هواره شي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته یو ځل بیا ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو په ځانګړي ډول د برېښنا سکټور کې د پانګونې لپاره اسانه شرایط رامنځته او په دې برخه کې یې شفاف او امن چاپېریال برابر کړی دی. پانګوال کولی شي له دې فرصت څخه پوره استفاده وکړي.

ښاغلي برادر اخوند د یادو پروژو له قراردادي شرکتونو څخه غوښتنه وکړه، چې چارې یې د منلو شویو معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه ډول پرمخ بوځي.

د یادونې وړ ده، چې د خصوصي سکټور او افغانستان برېښنا شرکت له لوري د ۴۳.۲ میګاواټه بادي برېښنا پر پروژه څه باندې ۶۴ میلیون ډالر او پر پينځه میګاواټه لمریزه برېښنا پروژه شاوخوا ۳.۵ میلیون ډالر پانګونه کېږي.