ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هرات کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو یوه کارخونه پرانیستل شوه

د هرات د ولایت مطبوعاتي دفتر وایي، چې په یاد ولایت کې د یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د اصلاح شویو تخمونو د تولید یوه کارخونه پرانیستل شوه.

د مسولینو په وینا، دغه کارخونه په یوه ساعت کې د پینځو ټنه غنمو د تولید ظرفیت لري او د کرنیزو محصولاتو د کیفیت لوړولو او تولیداتو د زیاتوالي په موخه فعالیت کوي.

بل‌ لور ته، کروندګر د دا ډول کارخونو جوړول ګټور بولي او وایي، چې د اصلاح شویو تخمونو کارونه د حاصلاتو د پام‌وړ زیاتوالي لامل ګرځي.

همدارنګه د کرنې او مالدارۍ خونې ویلي، چې ۳۰ سلنه اصلاح شوي تخمونه چې په هرات کې تولیدېږي، نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.

یاده دې وي، دا مهال په ټول هېواد کې له ۲۵ ډېرې د اصلاح شویو تخمونو تولیدي کارخونې فعالیت کوي، چې دا د کرنې د میکانیزه کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ ښيي.