د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزیر وینسټن پیټرز ویلي، چې دغه هېواد خپلې خاورې ته د اسراییلي ناقانونه ښارګوټو د درېیو توندلارو اوسېدونکو پر ورتګ بندیز لګولی دی.
د نوموړي په وینا، دغو کسانو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د ناقانونه ښارګوټو د پراختیا لپاره فعاله هڅې کړې او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې له تاوتریخوالي هم کار اخیستی دی.
پیټرز ټینګار کړی، چې د یادو کسانو کړنې د سولې او امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي او سیمه لا ډېره د کړکېچ پر لور بیایي.
هغه زیاته کړې، چې نیوزیلینډ د هغو فعالیتونو مخالفت کوي چې د منځني ختیځ د سولې بهیر زیانمنوي او سیمهییز ثبات له خطر سره مخ کوي.

