ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د زندانیانو د شرعي حقونو په رعایت او له هغوی سره په ښه چلند ټېنګار کړی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسيون پلاوي د پلچرخي مرکزي زندان د زندانیانو وضعیت څخه کتنه کړې.

نوموړي د دې کتنې  په لړ کې د زندان عمومي وضعیت، اداري چارې او اړوندو مسولینو له لوري وړاندې شوي خدمات ارزولي دي.

دغه‌راز یاد پلاوي د زندان د بېلابېلو بلاکونو له زندانیانو لیدنه کړې او د پاکوالي، روغتیایي خدماتو، درملو شتون، د خوراکي توکو برابرول او وېش، د اوسېدو ځای او د زندانیانو د شرعي حقونو رعایت یې ازرولی دی.

ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي د زندانیانو د شرعي حقونو په رعایت، له هغوی سره په ښه چلند، د خدماتو ښه والي، د شته نېمګړتیاوو په له منځه وړلو او د زندانیانو اساسي اړتیاوو ته په رسېدنې ټینګار کړی او اړوندو مسولینو ته یې اړینې لارښوونې کړې دي.

همدارنګه یاد پلاوي د بېلابېلو بلاکونو زندانیانو سره لیدنه کړې او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي او ډاډ یې ورکړی، چې یاد شوي موضوعات به په جدي توګه وڅاري او رسېدنه به ورته وشي.