د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران پر وړاندې خپله سمندري کلابندي بېرته پیلوي او د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو څخه به د خوندي تګ راتګ په بدل کې فیس اخلي.
ټرمپ په ټروث سوشل کې لیکلي، امریکا به د «هرمز تنګي ساتونکی» وي او د دې ستراتیژیکې سمندري لارې د امنیت مسولیت به پر غاړه ولري.
ورته مهال، د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویلي چې امریکا ته به د هرمز تنګي د کنټرول اجازه ورنکړي.

