د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، چې په هرات کې د ترکیې جنرال قونسل تزجان قاضياوغلو او د ټيکا دفتر رییس کورشات اوزدمیر، د هرات له والي شیخ مولانا اسلامجار سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د ترکیې جنرال قونسل او د ټيکا د دفتر رییس هرات د خپل تاریخي مخینې او موقعیت له مخې ارزښتناک ښار بللی او له افغانستان سره د ترکیې د دوستانه اړیکو د پراختیا او د هرات له سیمهییزې ادارې سره د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړی دی.
ورته مهال د هرات والي د ترانزیټ، سوداګرۍ، اقتصاد او پانګونې په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی او دغهراز نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بهیر د لا اسانتیا او د همکاریو د پراخېدو غوښتنه کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه همکارۍ به لا نورې هم پراخې شي.

