ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ننګرهار کې سېلابونو یو کس شهید او ګڼ شېمر مالي زیانونه اړولي دي

د ننګرهارولایت مقام رسنیز دفتر وايي، د شينوارو ولسوالۍ ۲۵مې ويالې سيمه کې د اورښت له امله د خونې چت غورځېدو له امله یو تن شهيد شوی، دوه مېرمنې او يوه ماشومه ټپيان شوي دي‌.

د یاد دفتر په وینا، د جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند دامان سيمه کې د سخت باران او سيلاب له امله ۱۳ کورونه بشپړ ړنګ شوي او ۵۰ نور کورونه تخريب شوي دي.

همداراز دمومند درې ولسوالۍ هزارناو سيمه کې سيلابونو۲۰ کورونه، دوکانونه او نور عامه تاسيسات زيانمن کړي دي.