ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په پروان کې له میلاد څخه شاوخوا ۳۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې تاریخي کلا وموندل شوه

اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو د سیاګرد (غوربند) ولسوالۍ د فرنجل په سیمه کې یوه لرغونې تاریخي سیمه چې د کافر کلا په نوم یادیږي او تاریخي مخینه یې له میلاد څخه شاوخوا ۳۰۰ کاله وړاندې ته رسېږي، د لومړي ځل لپاره د یاد ریاست د تاریخي ابداتو په ډیټابیس کې ثبت شوه.

د پروان د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي؛ د فرنجل د سیمې اړوند کافر کلا د یوې لوړې غونډۍ پر سر په ډېر کلک او ستراتیژیک ځای کې رغول شوې، چې ګڼ شمیر امنیتي برجونه، یوه د ننوتلو لویه دروازه او لوړ دفاعي دېوالونه لري، چې د خپل وخت پوځي او دفاعي موخې لپاره به ترې ګټه اخیستل کېده.

نوموړي زیاته کړې؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست ژمن دی، چې د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د تاریخي اثارو او سیمو د ساتنې اړوند فرمان په بشپړ ډول عملي کړي او د اړتیا وړ تاریخي سیمو د بیارغونې لپاره هڅې کوي.

دغه‌راز هغه د پروان ولایت له ولسونو څخه غوښتي، چې د تاریخي ځایونو د ثبت او ساتنې په برخه کې د یاد ریاست سره پوره همکار وکړي.

ورته مهال د سیمې اوسیدونکو ویلي؛ د کافر کلا په شمال کې یوه لرغونې کلیواله سیمه موقعیت لري، چې د بودا کلي په نوم یادېږي.