ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چین د افغانستان صادراتو ته ترانزیټي اسانتیاوې برابروي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د چین هېواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، ترانزیټي او زراعتي همکاریو د پراخوالي په اړه خبرې شوې دي.

د چین د ګمرکاتو مرستیال د افغان پلاوي هرکلی کړی او د افغانستان او چین د ښو اقتصادي اړیکو ستاینه یې کړې ده.

نوموړي ویلي؛ چین د افغانستان د صادراتي توکو ګمرکي تعرفو ته معافیت ورکړی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراخوالي لپاره ښه فرصتونه شتون لري.

د چین د ګمرکاتو مرستیال یادونه کړې، چې که څه هم د چین قرنطیني معیارونه سخت دي، خو د دغو معیارونو په پوره کولو کې د افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دي.

مولوي احمدالله زاهد د چینایي لوري د همکاریو څخه مننه کړې او ویلي یې دي؛ د افغان صادراتو ځینو توکو ته دې تخفیف ورکړل شي، ترڅو افغاني صادرات په بازار کې رقابت وکړی شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان او چین ترمنځ دې د یوې عمومي زراعتي هوکړې د لاسلیک پروسه ګړندۍ شي او تر هغې مخکې دې د افغانستان وچې مېوې، طبي بوټي، زعفران او تازه مېوې په ځانګړي ډول انار، د چین له قرنطیني معیارونو څخه معاف شي.

ښاغلي زاهد همداراز غوښتنه کړې، چې افغان موټرو ته دې د قرغیزستان او قزاقستان له لارې د چین خاورې ته د داخلېدو د اجازې سربېره افغان هوايي شرکتونو ته د ارومچي او نورو چینایي ښارونو ته د پرواز اجازه ورکړل شي.

د چین د ګمرکاتو ادارې مرستیال ډاډ ورکړی، چې یاد شوي وړاندیزونه به د دیپلوماتیکو مراحلو له لارې وڅېړل شي او د امکان تر حده به په کې لازمې همکارۍ وشي.

نوموړي ژمنه کړې، چې چین به د افغانستان د صادراتو، زراعتي همکاریو او ترانزیټي اسانتیاوو په برخه کې دوامدارې مرستې و کړي.