ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو وزیر بلخ پوهنتون کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمېر پروژې پرانیستې

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم بلخ ولایت ته د سفر پر مهال په بلخ پوهنتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د څو مهمو منظور شویو پروژو پرانیسته وکړه.

یادو پروژو کې د یو جومات جوړول، د پوهنتون دننه سړکونو جوړول، د ژورو څاګانو کیندنه، د اوبو رسونې سیستم او د ښوونې او روزنې پوهنځي بیا رغول شامل دي..

دغه راز د لوړو زده کړو وزیر د بلخ پوهنتون علمي شورا غړو سره په ناسته کې د یاد پوهنتون مسولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

شیخ ندا محمد ندیم استادانو ته په خطاب کې وویل، تر دې وروسته به د هېواد په سکتوري وزارتونو کې د استادانو له ظرفیتونو او تجربو ګټه اخیستل کېږي.

نوموړي دغه راز محصلین د مسلکي، ژمن او دینداره علمي کادرونو په توګه ټولنې ته د خدمت کولو لپاره هڅولي دي.