ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ موسسې په تخنیکي همکارۍ او د کرنیزو چارو امریت تر څارنې لاندې د نېش، میوند او کښته ولسوالیو کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ باب شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې.

د یادو شنو خونو د جوړولو د کیفیت او پرمختګ د ارزونې په موخه د کندهار د کرنې ریاست اړوندو انجنیرانو، له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه ترسره کړه.

د هغوی په وینا، د شنو خونو د جوړولو چارې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو له مخې په ښه کیفیت او منظم ډول روانې دي او په هر پړاو کې د کیفیت ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

دغه‌راز د مسولینو د معلوماتو له مخې، له دې جملې څخه ۱۰ شنې خونې په میوند ولسوالی او ۵ نورې په نېش ولسوالی کې جوړېږي.

د یاد ریاست په وینا، د مستحقو بزګرانو د ټاکنې لپاره لومړی نوملیکنه ترسره شوې او هره شنه خونه پر ۴۰۰ متره مربع ځمکه جوړېږي.

چارواکي وایي، د دغو شنو خونو جوړول د کوکنارو د بدیل کښتونو د ترویج، د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د کرنیزو عوایدو د لوړولو په موخه ترسره کېږي. د شنو خونو له لارې به بزګران وکولای شي د کال په بېلابېلو موسمونو، په ځانګړي ډول د ژمي پر مهال، د سبو تولید او بازار ته عرضه زیاته کړي او له محدودې ځمکې څخه ډېر حاصل او عاید ترلاسه کړي.

د یادونې  وړ ده، چې د کرنې وزارت او همکارو نړۍوالو بنسټونو له لوري د شنو خونو، بڼوالۍ او نورو بدیلو کرنیزو پروژو پلي کول د دې لپاره دي، چې بزګرانو ته قانوني او دوامدار عایداتي فرصتونه برابر شي.

شنې خونې د حاصلاتو د زیاتوالي، د اوبو د اغېزمنې استفادې او د کال په اوږدو کې د سبو د تولید له مهمو لارو څخه بلل کېږي، چې کولی شي د کلیوالو کورنیو اقتصادي وضعیت پیاوړی او د کرنیزو محصولاتو تولید زیات کړي.