د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیالې ادارې د درملو او روغتیايي محصولاتو عمومي رییس، مولوي عبدالبصیر قانع، اوزبیکستان ته د خپل سفر پر مهال د هغه هېواد د طبي او درمل جوړونې صنایعو د تنظیم ادارې له رییس عبدالله عزیزوف سره لیدنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا، افغانستان ته د اوزبیکستاني درمل جوړونکو شرکتونو پر داخلېدو او د دوايي محصولاتو د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي په اړه خبرې وشوې.
همدارنګه افغان پلاوي د دې لیدنې په څنډه کې د اوزبیکستان د درملو تولیدي شرکتونو د کیفیت د مدیریت له سیسټمونو، د تولید له بهیرونو او پلي شویو معیارونو څخه هم لیدنه وکړه.

