د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د رهبرۍ بورډ درویشتمه ناسته د دې د وزارت د مرستیالانو او مرکزي رییسانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د وزارت د مقام د حکمونو، لارښوونو د تعقيب په اړه بحث او خبرې تر سره او هم د تېرې ناستې پر مهال د سپارل شويو مسولیتونو په اړه د وزارت له رهبرۍ سره معلومات شريک شول.
مولوي نور جلال جلالي، مسولینو ته د چارو لازم ترسراوي، ستونزو او نیمګړتیاوو د حل په اړه اړينې سپارښتنې ترسره او د ذکر شویو موضوعاتو اړوند يې په عملي اجرااتو ټينګار وکړ.
همدارنګه ښاغلي وزير لارښوونه وکړه، چې ټولې چارې دې پر ټاکلي وخت او سمه توګه ترسره شي. دغه راز، د عامې روغتيا وزارت مرستیالانو او مرکزي رییسانو د چارو ښه والي په موخه خپل نظرونه او وړانديزونه شريک او ژمنه يې وکړه، چې د ورسپارل شويو مسولیتونو برخه کې به اړین اقدامات تر سره کوي

