د نيمروز د کرنې او مالدارۍ ریيس مولوي عبدالخالق “حکيم الله” وايي، چې د یاد ولایت مرکز او د کنګ، چهاربرجکي او خاشرود په ولسوالیو کې پينځه زره و بزګرانو ته د FGA موسسې له خوا د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه.
نوموړی وايي، د اصلاح شویو تخمونو په ویشلو سره به په دې ولایت کې د غنمو حاصلات ښه شي.
یاد ریاست زیاتوي، چې په نږدې راتلونکې کې به د دې ولایت نورو ولسوالیو کې هم د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پيل شي.