رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکایي سناتورانو یوه پلاوي چین ته د سفر په ترڅ کې د نړۍ د دغو دوو سترو قدرتونو ترمنځ پر ثبات او سولهییزه همکارۍ ټینګار کړی دی.
امریکایي سناتور، استیو ډاینز چې د دغه پلاوي مشري کوي د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګیي سره په کتنه کې ویلي: « موږ د کړکیچونو د کمولو غوښتونکي یو، موږ ثبات او متقابل درناوی غواړو.»
دغه څرګندونې چین ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر په درشل کې شوې دي.

