د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه.
د ملا عبدالغني برادر په مشري دې پلاوي کې د کانونو او پټرولیم، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو سرپرستانو، د چارو ادارې مشر او یو شمېر امنیتي مسولینو ګډون درلود، د مس عینک کان بېلابېلې برخې وکتلې.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د مس عینک کان د هېواد له پاره مهمه اقتصادي سرچینه وبلله، له چین هېواد څخه یې غوښتنه وکړه چې د یاد کان عملي چارې دې ژر تر ژره پیل کړي.
دغه پلاوي په یاده سیمه کې د پروژې د قراردادي شرکت ام سي سي له مسولینو سره هم کتلي دي.
په پای کې یاد پلاوي د دغه کان لرغونې سیمې وکتلې او په دغو سیمو کې یې د موجودو لرغونو اثارو د لېږد په اړه اړوندو مسولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي برادر له دې وړاندې هم د ام سي سي شرکت له اجراییوي رییس اوومین سره په لیدنه کې د مس عینک پروژې د عملي چارو په پیلېدو ټینګار کړی و.

د مس عینک کان د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ په عین سیمه کې موقیعت لري، چې افغانستان کې د مسو تر ټولو لوی او د نړۍ په کچه د مسو دویم کان دی.