د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه د کندهار او هلمند د والیانو به ملتیا
فراه ته سفر کړی او د دې ولایت له ملکي او نظامي مسولینو سره یې لیدنه کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه ویلي، چې که د دې ولایت لرغونې سیمې بیاورغول شي، ډېری کورني او بهرني سیلانیان به راجذب او د هېواد عواید به زیات شي.
مولوي امیرخان متقي له ګاونډي هیواد سره په ښو اړیکو او د قطر هیواد له الشیخ او نورو سیلانیانو سره د امنیت په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي خیرخواه له یادو چارواکو سره د کتنې پر مهال فراه ولایت د هیواد یو لرغونی ولایت یاد کړی او ویلي یې دي، چې د فراه لرغونو سیمو ته به ډېره پاملرنه وشي او هڅه روانه ده، چې د ګرځښت له عوایدو د لرغونو ودانیو بیارغونه وکړي.
دغه راز ملکي او نظامي چارواکو ته یې د ګرځندویانو، ګرځندویو سیمو او لرغونو ودانیو د امنیت او ساتنې په اړه لازمې سپارښتنې کړې دي.
فراه د هېواد له لرغونو او تاریخي ولایتونو څخه ده، چې تر اوسه یې ۲۲ لرغونې ودانۍ د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې ثبت او د ۱۹ نورو د ثبتولو هڅې روانې دي.