د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سادات ګروپ کمپنیو له رییس سید کمال ایشان سره کتلي.
په دې کتنه کې ښاغلي ایشان د کورنیو تولیداتو د پياوړتیا، اقتصادي ودې او سوداګرۍ د پراختیا په برخو کې خپلې مشورې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.
نوموړي دغه راز له خصوصي سکټور څخه د اسلامي امارت د لا زيات ملاتړ غوښتلو ترڅنګ د شمال د سوداګرو او پانګوالو ستونزې هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د سوداګرو ستونزو ته په جدي ډول متوجه دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د اقتصادي ودې لپاره د سوداګرو د وړاندیزونو، مشورو او پانګونو هرکلی کوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال پر ټولو افغان سوداګرو غږ کړی، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړی، چې اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په محدوده کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابروي او ملاتړ یې کوي.