د کورنیو تولیداتو لومړنۍ بسته چې د بیسکویټو ډولونه پکې شامل دي، د حیرتان بندر له لارې قزاقستان ته صادر شول.

د الله شکور قناعت بخش شرکت د دې بستې په لېږلو وايي “چې نورو هېوادونو ته یې د خپلو تولیداتو د صادرولو هڅې روانې دي.” د دې کار خونې په وینا “دا صادرات په بهرنیو هېوادونو کې د کورنیو تولیداتو د رشد او بازار موندنې په برخه کې اغیزمن رول لوبولای شي. “
د بلخ د سوداګرۍ خونې رییس احمد شکیب اکبري د یادې کارخونې دا کړنه د کورنیو تولیداتو او توکو د صادراتو په برخه کې مثبت او ارزښتمن ګام ګڼلې ده.
ښاغلی اکبري وايي “دا بسته به نړیوالو بازارونو ته د کورنیو تولیداتو په لار موندنه او د محصولاتو په غوړېدو کې اغیزمنه واقع شي. “
د الله شکور قناعت بخش شرکت د مزارشریف په صنعتي پارک کې موقعیت لري او اوس مهال په دوو کاري شفتو کې ۶۰۰ کسان په کار پکې بوخت دي.