د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رافائلا ایوبیا له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې باید سیاسي نشي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د رياست الوزرا سياسي مرستيال تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا سره لیدنه کړې.
مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان خلک د طبيعي پېښو او نورو اقتصادي ستونزو له امله له مشکلاتو سره مخ دي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې خپلو مرستو ته باید دوام ورکړي او اسلامي امارت د ټولو مرستندويانو د امنيت تامين او اړمنو ته په شفاف ډول د مرستو رسېدو ډاډ ورکوي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ټینګار کړی چې ”د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامين دي، هغوی په مختلفو برخو کې په دندو بوختې دي او حکومت عملاً ټولګډونه دی، خو ځينې رسنۍ په دې اړه ناسم تبلیغات کوي” نوموړي له پخوانيو چارواکو سره د اړيکو کمېسيون هڅو ته په اشارې ویلي، چې تر اوسه ۴۱۴ کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن وروستيو څرګندونو ته په اشارې زیاته کړې؛ له هغو څرګندونو بايد ډډه وشي چې اړيکې خرابوي او موږ ټول بايد مسئول واوسو.
د دې خبرپاڼې په اساس د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې ویلي، چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکوو او دغه بهير بايد سياسي نشي.