ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

شنبه د ۹/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه، چې ۲/۱۰/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته  کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننګرهار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د تورخم له لارې ۳۴ کورنۍ هېواد ته راستانې او د نوموړو کورنیو ۷۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۵۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په تورخم کې ۲۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: 

 د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا:  د تورخم په کمپونو کې دوه زره او ۸۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۳۰ زره لیټره اوبه وېشل شوي دي. 
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوې:
 کمپلې، فرشونه، بړستنې، ګازي بخارۍ، ۴۵ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:
    
د کارموندنې کمېټې  په تورخم کې یو تن د بکلوریا سند لرونکي، یو تن لیسانس،۲۰ تنه غریبکار او ۱۸ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۴۰ تنه کیږي، ثبت کړي دي. 
یادې کمېټې په تورخم کې ۱۱۱ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو: 
کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدارنګه یادې کمېټې له عامو وګړو غوښتي چې د کډوالو په نامه د دوی حقوق تر لاسه نه کړي او پریږدي چې هغو کډوالو ته یې خپل حقوق ورسیږي چې په اجباري توګه خپل هېواد ته را استول کیږي او له ګڼو ستونزو سره لاسه ګریوان وي.

کنــــــــــــــدهار 

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:  

 د سپین بولدک له لارې ۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۸۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له سپین بولدک څخه ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۵تنه و، کندهار، هلمند او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. 

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په سپین بولدک کې ۵۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: 

 په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۴۰۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۸۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۴۰۲ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه:  په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۲۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:
    
د کارموندنې کمېټې  په سپین بولدک کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن دیني عالم،۴۸ تنه غریبکار او ۷۰ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۵۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

همدارنګه یادې کمېټې په عمري کمپ کې دوه تنه ماشومان چې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوي و، پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارلي دي.

زابــــل

شملزو لار ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

 د شملزو په لار کې یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، هېواد ته راستانه او ثبت شوې ده. 

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له شملزو لارې څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸تنه و، د ځنځیر سیمې ته لېږدول شوې ده. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنۍ سره لس زره افغانۍ نغدي کومک شوی دی. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په شملزو کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو: 
کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیا

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په پکتیا کې درې کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

آنګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

 د آنګور اډې له لارې دوه کورنۍ هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له آنګور اډې څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲ تنه و، خپلو اړونده ولسوالیو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس – لس زره افغاۍ کومک شوی چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې. 

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په آنګور اډه کې څلور کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 په آنګور اډه او ښرنه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا:  کډوالو ته په آنګور اډه او ښرنه کې ۱۶خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په آنګور آډه کې ۱۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په آنګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو: 
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. 

نیمروز

ورېښمو لار 

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

 د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۷۶۵مسافر هېواد ته راستانه شوي دي. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

 د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له دوه کورنیو سره لس – لس سره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په نیمروز کې ۲۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: 

 د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري شپږ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
 
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار  کې ۲۲ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو: 
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. 

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له کابل څخه ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۹ تنه و، کندوز، بلخ، لوګر او کندهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د موټرو  ټوله کرایه ۱۰۳ زره افغانۍ شوې ده.

د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو کړنو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي: 

ټول ثبت شوي کډوال:              ۱۲۴ کورنۍ او ۵۲۳ غړي
ټول لېږدول شوي کډوال:          ۳۵ کورنۍ او ۱۵۴ غړي 
ټول مرسته شوي کډوال:           ۱۳۶ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال:         ۱۱۰کورنۍ 
ټول تداوي شوي کډوال:            ۳۰۱ تنه 
وېشل شوي سیمکارتونه:             ۳۴۹ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا