ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ پراختیا تړون لاسلیک شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) رییس د هند د سوداګرۍ او صنعت د خونې (ASSOCHAM) له مشرتابه سره په لیدنه کې، د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د اړیکو پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د لا نږدې همکاریو پر اهمیت ټینګار شوی دی.

همدارنګه په دې لیدنه کې د همکاریو یو هوکړه لیک (MoU) لاسلیک شوی، چې موخه یې د سوداګرۍ، پانګونې، نوښتونو او سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا ښودل شوې ده.

همداراز، د کانونو، نفتو او ګازو، د خوړو د پروسس او صنعتي همکاریو په برخو کې د شته فرصتونو ارزونه شوې، او د راتلونکو سوداګریزو پلاوو د سفرونو او انلاین غونډو جوړولو هوکړه هم شوې ده.