د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس، ملا عبدالحق همکار ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د افغان سفیر شیخ عبدالغفار بحر په ملتیا د دې هېواد د انرژۍ وزارت له لومړي مرستیال محمد امینوف سره لیدنه کړې.
تاشکند کې د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د برېښنا د تولید او لېږد پر پروژو، او د تخنیکي ظرفیتونو پر لوړولو خبرې شوي.
دغه راز دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د اقتصادي تعامل پر دوام او د عملي همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی.

