د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په خپل کاري لیدنه کړې.
د چاپېریال ساتنې ادارې ویلي، چې په دغه لیدنه کې د هېواد د چاپېریالي وضعیت د خوندیتوب، سېمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا، د تجاربو د انتقال، نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې د افغانستان د ګډون، اهمو چاپېریالي موضوعاتو او اقلیمي بدلون اړوند مسایلو په هکله هر اړخیز بحث او خبرې شوې دي.
مولوي مطیعالحق خالص د اذربایجان هېواد له دوامدارو همکاریو او دیپلوماتیکو هڅو قدرداني او مننه کړې او ویلي یې دي؛ که څه هم افغانستان COP-30 نړۍ وال کنفرانس ته ونه بلل شو، خو د آذربایجان هېواد ملاتړ او همکاري د ستایني وړ ده او اسلامي امارت یې له هلوځلو مننه کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې اقلیمي بدلون بشري مسله ده؛ خو له بده مرغه نړۍوال کوښښ کوي چې دا موضوع سیاسي کړي.
دغهراز ښاغلي خالص ټینګار کړی، چې چاپېریالي او اقلیمي موضوعات باید له سیاست څخه جلا او افغانستان په نړۍواله ټولنه کې مدغم شي.
مولوي مطیعالحق خالص همداراز د اقلیمي بدلون نړۍوال کنفرانس (COP_31) چې ټاکل شوې په ترکیه کې ترسره شي؛ د آذربایجان له سفیر څخه غوښتي چې د ترکیې له حکومت، د UNFCCC له سکرتریت او نورو اړوندو نړیوالو ارګانونو سره همغږي وکړي؛ ترڅو د افغانستان رسمي ګډون ته زمینه برابره شي.
نوموړي ټینګار کړي، چې د افغانستان ګډون د سیمې د اقلیمي ننګونو د ګډ مدیریت لپاره یو عملي اړتیا ده.
همدارنکه ښاغلي خالص له سفیر غوښتنه کړې، چې د ظرفیت لوړونې، کټورو تجربو شریکولو، چاپېریالي تجهیزاتو د انتقال، ښاري پراختیا او ړ پراختیا په برخو کې دې د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې سره همکاري وکړي.
ورته مهال په افغانستان کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف له ښاغلي خالص څخه مننه کړې او د افغانستان او اذربایجان اړیکې یې دوستانه او نه شلېدونکې بللي دي.
نوموړي ویلي:« اذربایجان او افغانستان له پخوا وروڼه هېوادونه دي او زموږ تر منځ به همکارۍ دوامداره وي.»
دغهراز د لیدنې په پای کې ښاغلي سفیر ډاډ ورکړي، چې د یادو شویو موضوعاتو د حل او غوښتنو د پوره کولو لپاره به هلې ځلې وکړي.

