افغانستان کې د ایران سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال، د هرات له والي شیخ مولانا اسلامجار سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او ټرانسپورتي ستونزو حل په اړه یې خبرې کړې دي.
د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر ویلي، چې په دې لیدنه کې افغان لوري د دواړو هېوادونو وګړو لپاره د ویزو ترلاسه کولو پر اسانتیا، د اسلامکلا سرحدي بندر له لارې د سوداګریزو راکړې ورکړې پر زیاتوالي ټینګار کړی او د دوغارون او اسلامکلا په سرحد کې یې د ټرانسپورتي ستونزو او ننګونو د هواري غوښتنه کړې ده.
ایراني لوري د ویزو صادرولو اسانتیا او د سوداګریزو توکو انتقالاتو زیاتوالي لپاره د لا ډېرو همکاریو او همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د شته ستونزو حل لپاره به اړین اقدامات تر سره کړي.

