د عدلیې وزارت ویلي، چې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په کشکک سیمه کې د ۳۶۳ جریبه ځمکې د اسنادو، مدارکو او اړوندو معلوماتو تر ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې یاده ټوله ځمکه امارتي ملکیت دی.
د یاد وزارت په وینا، دغه ځمکه چې څلور کادستري قطعې په کې شاملې دي، تر دې وړاندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري هم ارزول شوې وه، خو د ځینو اشخاصو د نه قناعت له امله، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې دوسیه په رسمي ډول د مرکزي زون اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه.
عدلیې وزارت زیاته کړې، اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو، املاکي دفاترو او د اړوندو ادارو د معلوماتو له هر اړخیزې ارزونې وروسته حکم کړی چې ټوله ۳۶۳ جریبه ځمکه امارتي ملکیت دی.
د محکمې د پرېکړې له مخې، متصرفین مکلف دي یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.
دغهراز عدلیې وزارت ټینګار کړی، چې په ټول هېواد کې د امارتي غصب شویو ځمکو د تثبیت، ارزونې او استرداد بهیر دوام لري او اړوند کمېسیونونه، ولایتي تخنیکي پلاوي او اختصاصي محکمې د اسنادو او قانوني شواهدو له دقیقې څېړنې وروسته خپلې پرېکړې کوي.

