ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د تورغونډۍ بندر لپاره د کمپلکسي تأسیساتو د جوړولو اساسي پلان چمتو او عملي کېږي

مالیې وزارت ویلي، چې د امارتي املاکو عمومي رییس حافظ عبدالقدیر حقاني، د بېلابېلو امارتي ادارو د استازو په ګډون، هرات ولایت ته رسمي سفر کړی ترڅو د تورغونډۍ بندر لپاره د کمپلکسي تاسیساتو د جوړولو اساسي پلان چمتو او د عملي کېدو بهیر یې وڅاري.

د وزارت په وینا، دغه سفر د ریاست‌الوزرا د عالي مقام د حکم پر بنسټ ترسره شوی او موخه یې د سرحدي معیارونو په پام کې نیولو سره د تورغونډۍ بندر لپاره د یو جامع او معیاري اساسي پلان ترتیب او پلي کول دي.

د مالیې وزارت زیاته کړې، یاد پلان به د املاکو، اقتصادي او امنیتي برخو له پلوه په بندر کې د نظم د رامنځته کولو ترڅنګ، د بېلابېلو خدمتونو، اړتیاوو او شته ستونزو لپاره عملي حل‌لارې وړاندې کړي.

همدارنکه د سفر پر مهال، د بندر له بېلابېلو برخو څخه ساحوي لیدنه شوې او د اوسني وضعیت هر اړخیزه ارزونه ترسره شوې، څو د بندر لپاره یو جامع، معیاري او د تطبیق وړ اساسي پلان چمتو شي.

همداراز، د هرات له والي سره په دې تړاو ځانګړې کاري ناسته هم ترسره شوې، چې پکې د کمپلکسي تأسیساتو د جوړولو، د بندر د اداري، اقتصادي او امنیتي چارو د تنظیم، د شته ستونزو د حل او د اړوندو ادارو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې او نظرونه شریک شوي دي.

د مالیې وزارت ټینګار کړی، چې د یاد پلان عملي کېدل به د تورغونډۍ بندر د معیاري کېدو، د خدمتونو د ښه والي او د سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو د لا اغېزمنتیا لپاره مهم ګام وي.