د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د لبنیاتو د تولید ټولنې مسولینو او د لبنیاتو د تولید ی وشمېر فارم لرونکو سره د لیدنې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي.
مولوی صدراعظم عثماني وویل؛ فارم لرونکو او د مالدارۍ سکټور ته اسانتيا رامنځته کول زموږ دنده ده، په هېواد کې د لبنياتو د توليد د کچې له څېړلو وروسته لازمه ده، چې له بهر څخه د لبنياتو د وارداتو کچه راټيټه شي.
یو شمېر مالدارانو د کرنې وزارت له چارواکو غوښتي، چې د مالدارۍ په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي او له بهر څخه د ټیټ کیفیت لرونکي لبنیاتو د واردولو مخه ونیسي.
د لبنیاتو د پروسس او تولید شرکتونو هم له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې، چې کورنیو لبنیاتو ته بازار موندنه زیاته کړي او له بهر څخه د ټیټ کیفیت تازه او وچو شیدو د واردولو مخه ونیسي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د لبنیاتو د تولید د زیاتوالي او د مالدارۍ د فارمونو د رامنځته کولو په موخه هڅه کړې، چې پانګوالو ته اسانتیا او د پانګونې زمینه برابره کړي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د لبنیاتو تولید د ټولنې مسولینو او فارم لرونکو سره لیدنه کړې

