د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د وردګ لوړو زده کړو موسسې د ۱۴۰۱ کال محصلینو په فراغتغونډه کې ګډون کړی.
ښاغلي ندیم دې غونډې ته په وینا کې، د تېرې شل کلنې مبارزې پر مهال د ولسونو، په ځانګړي ډول د محصلینو قربانۍ ستایلي زیاته کړې، یې ده چې د دې ولایت محصلینو او زده کوونکو د خپلو زدهکړو تر څنګ، د اشغال پر وړاندې مبارزه کړې او په جهاد کې یې پراخه ونډه اخیستې ده.
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر فارغ شوي محصلین د فوق الېسانس (ماسټري او دوکتورا) لوړو زده کړو ته وهڅول.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر د دې ولایت د ولسونو کارنامو ته په اشارې سره له فارغ شویو محصلینو غوښتي، چې د علم له لارې د خپل هېواد د ودانولو لپاره کار وکړي او د خپل نظام تر شا ودریږي.

