د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، امریکا او ایران د ۶۰ ورځني اوربند د غځولو او جګړې پای ته رسولو په اړه د خبرو پیل لپاره لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي دي.
د راپور پر اساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې دمه دغه هوکړه نه ده تایید کړې.
دغه هوکړه که ومنل شي دا به د دواړو لوريو په مذاکراتو کې مهم پرمختګ وي.

