د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت د دوحه ۳: له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل څرنګوالی په موضوع علمي بحث کړی.
د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي، د کليدي ویناوال په توګه د دوحې د غونډو لړۍ پر مخینه او پر وړاندې یې د اسلامي امارت د دریځونو پر عواملو خبرې کړي.
ذاکر جلالي ویلي؛ د دوحې غونډو لړۍ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې پربنسټ راپیل شوې، چې لومړۍ غونډه یې د ۲۰۲۳م کال په مې او دویمه یې د ۲۰۲۴م کال په فبروري کې شوې.
نوموړي زیاته کړې، د دې لړۍ په دویمه غونډه کې هم د امارت د شرطونو د نه پوره کېدو له امله له ژور غور وروسته د مشرتابه لخوا د نه ګډون پرېکړه وشوه او سمبولیک ګډون پکې بېګټې وبلل شو.
ښاغلي جلالي همداراز ویلي؛ اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي خو دا تعامل د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ، ديني او ملي ارزښتونو او د وطن او نظام د حیثیت په بیه نه غواړي.
د نوموړي په وینا؛ د دوحې فارمټ په درېیمه غونډه کې د ګډون پرېکړه به وروسته کیږې، خو د لومړۍ او دویمې غونډې په پرتله د غونډې د جوړوونکو او کوربنو په تعامل کې مثبت بدلون لیدل کېږي او په وروستیو ورځو کې ګڼ پلاوي کابل ته راغلل ترڅو په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت د ګډون زمینه برابره کړي.
ذاکر جلالي ویلي؛ په درېیمه غونډه کې ټاکل شوې چې د اسلامي امارت استازي به په اصلي بحثونو کې ګډون کوي او همداراز دا ځل د دوحې ۳ غونډې په اجنډا کې مثبت بدلون تر سترګو کېږي، چې د بحث بنستیز محورونه به مالي او بانکي وضعیت، مخدره توکو پرخلاف مبارزه او کروندګرو ته بدیل معیشت، د خصوصي سکتور وده او اقلیمي بدلون اړوند مسایل جوړوي.
د بحث محورونو ته په پام داسې برېښي چې د غونډې د اجنډا په اړه بنسټیزه ستونزه نه وي، مګر اسلامي امارت منتظر دی، چې ملګري ملتونه د غونډې وروستي جزیات شریک کړي، ترڅو یې په اړه اسلامي امارت پرېکړه وکړي.
د یادولو وړ ده، چې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو څانګو کارکوونکو – دیپلوماتانو ګډون کړی و، د موضوع په اړه یې خپل نظرونه وړاندې کړي او پر بېلابېلو اړخونو یې خبرې کړي دي.

