بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا په تړاو د روسيې د رهبرۍ له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی.
په دې خبرپاڼه کې راغلي: “د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون د رهبرۍ، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د هغو څرګندونو هرکلی کوي چې، د افغانستان له اسلامي امارت سره یې د اړیکو د پراختیا په تړاو د سیاسي عزم څرګندونه کړې ده.”
دغه راز یادونه شوې: “بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون ته څرګندوي، چې د متقابل درناوي او مشترکو مصالحو پر بنسټ د دواړو ولسونو د ګټو خوندیتوب په موخه د مثبتو اړیکو د لا پراختیا او ټینګښت په تړاو جدي سیاسي عزم لري.”
په یاده خبرپاڼه کې ویل شوي: “تېرو څه کمو درېیو کلونو وښوده چې له لسیزو جګړو او بېثباتۍ وروسته افغانستان د یوه مسول حکومت څښتن شوی او د ټولې سیمې د هېوادونو لپاره یې ښه فرصت برابر کړی، چې د دوه اړخیزو لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د مثبتو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو کار وشي او په دې برخه کې ګڼو هېوادونو سره ښه پرمختګونه هم شوي دي.”

