د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې چهار صدې ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته یې سېلابځپلي هېوادوال او هغوی ته اوښتي زیانونه له نږدې لیدلي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال یادې ولسوالۍ ته له رسېدو وروسته لومړی د شهیدانو روح ته دعا کړې، زیانمن شوو هېوادوالو ته یې تسلیت وړاندې کړی او ځان یې د هغوی په غم کې شریک بللی دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند د چهار صدې ولسوالۍ اوسېدونکو ته ویلي: «زموږ د راتګ موخه یوازې دا نه ده چې تاسې ته تسلیت ووایو، بلکې تاسې ته ډاډ درکوو چې اسلامي امارت مو تر هغه وخته پورې لاس نیوی کوي، چې شته ستونزې مو حل او ژوند مو عادي حالت ته را وګرځي.»
همدارنګه ملا صاحب د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ټاکل شوې کمېټې کړنې له نږدې وکتلې او دوی ته یې د کارونو ښه ترسراوي په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي.
د غونډې په پای کې د چهار صدې ولسوالۍ سېلابځپلو له اسلامي امارت مننه کړې، چې په وخت یې دوی ته د نجات ټیمونه لېږلي او په سېلاب کې بند پاتې هېوادوال یې ژغورلي. همداراز د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو خپلې ستونزې او غوښتنې په لیکلې بڼه د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې او هغه یې د حل ډاډ ورکړی دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند د غور ولایت چهار صدې ولسوالۍ له سېلابځپلو سره لیدنه کړې
