ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: افغانستان یو ازاد او مستقل هیواد دی او په چارو کې یې لاسوهنه د هیچا په ګټه نه دی

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري کني د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره ټلیفوني خبرې کړي.
نوموړي د ایران اسلامي جمهوریت د فقید ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د جنازې مراسمو کې د اسلامي امارت د پلاوي له ګډون مننه کړې او ياد سفر يې د دواړو ګاونډیو هیوادونو او ملتونو تر منځ د ښو او رغنده اړیکو ښکارندوی بللی.
علي باقري کني د غزې په اړه د دواړو هیوادونو ګډ موقف ستایلی او هیله یې ښودلې، چې د اسلامي نړۍ نور هېوادونه هم د غزې د مظلومیت په اړه خپل ږغ پورته کړي.
مولوي امیرخان متقي ویلي؛ اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په هر غم او خوښۍ کې ځان شریک ګڼي.
نوموړي زیاته کړې، له نېکه مرغه په تېرو څه کم دریوو کلونو کې اسلامي امارت د ايران اسلامي جمهوریت سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې ښې لاسته‌راوړنې درلودې او په کار ده، چې دا همکاري او همغږي نوره هم پیاوړې او غښتلې شي تر څو وکولای شو په ټولو ډګرونو کې د ښو پرمختګونو شاهدان واوسو.
مولوي امير خان متقي همداراز ويلي، افغانستان یو ازاد او مستقل هیواد دی او په چارو کې یې لاسوهنه د هیچا په ګټه نه دی، یوازې له یو بل سره د همکارۍ، تفاهم او مشورې په اساس شونې ده په مختلفو برخو کې ګټور او اغیزمن پرمختګ وشي.
په پای کې دواړو لوریو په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ژمنه تکرار کړې ده.