ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغانستان په لومړي ځل د شل اوریز نړیوال جام نیمه‌پایلوبې ته لاره پیدا کړه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن (سه‌شنبه، د چنګاښ ۵مه) په یوه سخته او جذابه سیالۍ کې بنګله‌دېش ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې د ۲۰۲۴ کرېکټ نړیوال جام سیالیو نیمه‌پایلوبې ته لاره ومونده.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د شل اوریز نړیوال جام نیمه‌پایلوبې ته لاره مومي.

افغان لوبډلې د یادې لوبې پچه وګټله او د شل اوریز نړیوال جام په ۵۲مه لوبه کې یې د ۵ ویکټو په زیان سره سیالې لوبډلې ته ۱۱۶ منډې هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه رحمان الله ګربز ۴۳، راشد خان ۱۹ چټکې او ابراهیم ځدراڼ ۱۸ منډې جوړې کړې.

د بنګله‌دېش لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۵ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۸ منډو په توپیر لوبه وبایلله.

افغان لوبډلمشر راشد خان په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ۱۵۰ ویکټې پوره کړې او لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې دا ویاړ پر خپل نوم ثبتوي.

راشد خان په ۹۱ پاڼیو کې د ۱۴.۰۸ په اوسط سره ۱۵۰ ویکټې ترلاسه کړې او په نړیواله توګه په شل اوریزو سیالیو کې د ډېرو ویکټو له حسابه دویم مقام خپل کړ.

دغه‌راز په دې لوبه کې نوین‌الحق او راشد خان څلور-څلور او فضل الحق فاروقي او ګلبدین نایب یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه. نوین‌الحق د دې لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی دی.

افغان لوبډلې له دې وړاندې د جون په ۲۳مه د نړیوال جام د غوره ۸ لوبډلو په پړاو کې له اسټرالیا سره سیالي وکړه، چې د ۲۱ منډو په توپير یې ستره او تاریخي بریا خپله کړه.