د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي په نوي ډیلي کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مسولینو سره په غونډه کې د افغانستان او هند د اقتصادي اړیکو لا پراختیا پر لارو چارو خبرې کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې دې غونډه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، د ګډې پانګونې په جذب، د ټکنالوژۍ پر را لېږد، په صنعتي همکاریو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د تعامل پر زیاتولي خبرې شوې دي.
ښاغلي هاشمي افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو ته په اشاره، له هندي پانګوالو غوښتي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
همدا راز د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې د درملو جوړولو، لوژستیک، ټرانسپورټ او صنعتي توکو برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی او په نږدې راتلونکي کې یې افغانستان ته د ۲۰ کسیزه سوداګریز پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.

