ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مالیزیا کې د اسلامي امارت سفیر د دې هېواد د ارشیف له عمومي رییس سره لیدنه کړې

مالیزیا کې د افغانستان سفیر نقیب الله احمدي د مالیزیا د ارشیف له عمومي رییس داتو جعفر صدیق سره د ارشیف عمومي ادارې په دفتر کې لیدنه کړې.

یاده لیدنه کې د ارشیف د عمومي رییس سربېره د نوموړې ادارې د مهمو ریاستونو رییسانو او مسولینو هم ګډون درلود.

دې لیدنه کې نقیب الله احمدي ویلي؛ افغانستان زرګونه کلونه لرغونی تاریخ لري، بېلا بېلې امپراطورۍ او تمدنونه پکې تېر شوي دي، له هرې دورې زیات شمېر تاریخي، کلتوري، تمدني او خطي اثار پاتې دي، چې په ملي ارشیف کې ساتل کیږي.

دغه راز د دواړو هېوادونو د ارشیف ادارو ترمنځ د همکارۍ په پرانیستلو او پراخولو خبرې شوې دي.

د دواړو هېوادونو د ارشیف ادارو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا پر تړاو د خبرو سربېره مالیزیایي لوري هيله څرګنده کړې، چې هېواد به یې راتلونکي کې د مالیزیا د تخنیکي زده‌کړو پروګرام تر چتر لاندې د افغانستان د ارشیف ادارې سره دوه اړخیزه همکاري ولري.

همدارنګه د غوندې وروسته د مالیزیا په ارشیف کې د افغانستان اړوند د ځینو پخوانیو اثارو، لیکنو، تاریخي سندونو، ډیپلوماټیکو نوټونو او ګڼ شمېر نورو تاریخي توکو څخه لیدنه هم شوې.