ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر ملا عبدالواسع په کابل کې د ايران له سفير سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس  ډاکتر ملا عبدالواسع د ایران سفیر علي رضا بیکدلي سره په لیدنه کې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پایته رسېدو لپاره په لاسلیک شوې هوکړې خوښي څرګنده کړې.

ښاغلي علي رضا بیکدلي د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکي تاریخي او ژورې بللي او د جګړې پر مهال یې د افغانستان اسلامي امارت او ملت له ملاتړ او خواخوږۍ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړې، چې دا د ایران د دوستو هېوادونو کډه کامیابي ده او له همدې امله د ایران جګړې پر مهال هم د افغانستان او ایران اقتصادي او سیاسي اړیکو دوام درلود او هېڅ ډول ځنډ پکې رامنځته نشو.

ورته مهال د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د اسلامي او ګاونډیو هېوادونو په توګه د افغانستان او ایران اړیکې پیاوړې او نه بیلېدونکې یادې کړې دي.

ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې او سیاسي ننګونو سربېره د سوداګرۍ د کچې زیاتوالی ښيي، چې د افغانستان او ایران اقتصاد او امنیت له یو بل سره نږدې تړاو لري.

نوموړي له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنولو ته په اشارې زیاته کړې، ایران دې افغان کډوالو ته د اوسېدو او ستنېدو پر مهال اسانتیاوې برابر کړي او دا به زموږ د دوستۍ په پیاوړي کولو لا ډېر مثبت اغېز وکړي.

د دې لیدنې په پای کې، علي رضا بیکدلي د ایران د پخواني مذهبي مشر سید ایت الله علي خامنه اي د جنازې او تدفین په مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا او مل پلاوي ته د ګډون په موخه، ډاکتر ملا عبدالواسع ته یو رسمي بلنلیک وسپاره.