د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د اسان خدمت رییس جهادګل پاڅون او د ظرفیت لوړونې برخې مشر احمد الماس د اذربایجان هېواد د اسان خدمت له مرستیال جیهون سلمنوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې څه موده وړاندې ترسره شوې، د تجربو شریکولو او تخنیکي همکاریو په تړاو تر هر اړخېز بحث وروسته د اذربایجان اسان خدمت مسولینو د افغانستان اسان خدمت سره د معیاري خدمتونو وړاندې کولو او په دې برخه کې د تخنیکي همکاریو ژمنه کړې.
په افغانستان کې د اسان خدمت ماډل، چې تر یوه چتر لاندې د بېلابېلو عامه خدمتونو وړاندې کول دي د اذربایجان اسان خدمت ماډل پر بنسټ رامنځته شوی، چې په لنډ وخت کې بېلابېل عامه خدمتونه وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په کابل ښار کې د اسان خدمت څلور، په کندهار او خوست کې یو یو مرکز فعال دی او په نږدې راتلونکي کې به په ځینو نورو لویو ولایتونو کې هم ورته مرکزونه رامنځته شي.