ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت: هېواد کې لس میلیونه سیمکارټونه په قانوني ډول ثبت شوي

‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویلي، د سیمکارټونو د طرزالعمل د پلي کېدو له پیله تر دې دمه لس میلیونه مخابراتي سیمکارټونه په قانوني ډول ثبت کړي دي.

‏د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، کابل کې یاده پروسه ۶۰سلنه بشپړه شوې او پاتې ۴۰سلنه به هم لنډو څو میاشتو کې بشپړه شي، همدا راز ټولو مخابراتي شرکتونو ته د میاشتې د ۲۵۰ زرو سیمکارټونو د ثبت او راجسټر لارښوونه شوې، چې د همدې میکانیزم په بشپړولو سره کولی شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې څخه نوي سیمکارټونه ترلاسه کړي.

‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت زیاته کړې، که څه هم یاده پروسه افغانستان کې پر یوې پیچلې موضوع بدله شوې وه او د معما بڼه یې غوره کړې وه، چې د حل په موخه یې موثر ګام نه و پورته شوی، خو اوس افغانستان کې د مخابراتو په تاریخ کې لومړی ځل شو چې ټول استفاده کېدونکي سیمکارټونه یوه قانوني او بریالۍ پروسه طی کوي.

‏افغانستان کې کابو ټول فعال سیمکارټونه ۲۳میلیونو ته رسېدلي، چې په دې شمېر د سیمکارټونو ثبت او راجسټر کېدل هم یوه موضوع وه.

د دې موضوع د حل په موخه مخابراتي شرکتونو ته د مخابراتو وزارت له طریقه سیسټم جوړ او دوی ته یې د ثبت او راجسټر پروسه آسانه کړه او همدا راز مخابراتي شرکتونه ته ویل شوي، چې د خپل ظرفیت د لوړولو او همدا راز هېوادوالو ته د سهولت په موخه باید سیار ټیمونه موظف کړي چې اوسمهال زرګونه خلک د همدې پروسې د ثبت او راجسټر پروسه کې په سیار ډول کار کوي او د طرزالعمل په اساس سیمکارټونه ثبتوي.