ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د ښوونیز او تحصیلي نظام لا پیاوړتیا ته ځانکړې پاملرنه لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې له یو شمېر استادانو او لیکوالو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې یادو استادانو په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په ټینګښت او د پراختیایي چارو په پلي کېدو خوښي ښودلې او د هېواد د تحصیلي نظام په پیاوړتیا او د کیفیت په ښه کولو یې ټینګار کړی.

هغوی دغه راز، خپل نظرونه او وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له استادانو څخه په مننې ویلي، د ښوونیز او تحصیلي نظام پیاوړتیا اړتیا ده او اسلامي امارت په دې برخه کې ځانکړې پاملرنه لري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت تر هر چا د زده کړو او علم په ارزښت پوهېږي او د تحصیلي بنسټونو احیاء او پراختیا ته کار کېږي.