افغان لوبغاړو په اوزبېکستان کې د اسیايي رزمي سیالیو پر مهال ۵ مډالونه ګټلي دي.
دغه سیالۍ، چې د روانې مې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اسیا د ۲۳ هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې، پرون (یکشنبه، د غبرګولي ۳یمه) پای ته ورسېدې.
د المپیک ریاست د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې د افغانستان له لوري ۱۳ ورزشکارانو، ۴ روزونکو او یوه پلاوي ګډون کړی و.
د سیالیو په پای کې سمیع الله حمیدي د سپینو زرو مډال، پروېز کاپیساوال، نصرت جلالي، واصل مردان او احمد رضا ایماق د برونزو مډالونه خپل کړل.

